ټیفا: د رأی ورکوونکو د شمېر په اړه دقیق مېکانیزم نه‌دی رامنځته شوی

په داسې حال کې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر دې دمه له څلورو میلیونو نه زیاتو کسانو په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوم‎لیکنه کړې ده، خو پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د دغو شمېرو د وړاندې کولو په اړه دقیق مېکانیزم نه‌شته.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا مشر محمد نعیم ایوب‎زاده دغه موضوع جدي ګڼي او وايي، هېڅ‎څوک نه‎شي کولای د هغو کسانو دقیقه شمېره وړاندې کړي کوم چې تر اوسه‎یې نوم‎لیکنه کړې ده.

نوموړي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۸» ازادي راډیو ته وویل چې دغې ستونزې دوی اندېښمن کړي او د نوم‎لیکنې پروسه‎یې تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

محمد نعیم ایوب‎زاده

ښاغلي ایوب‎زاده زیاته کړه:

"د شمېرو د وړاندې کولو په اړه مېکانیزم معتبر نه‎دی او که څوک له بهره دغه ارقام ناسم ګڼي هم سمه نه‎ده، بلکې زموږ هیله دا وه چې یو ډېټابېس او معلوماتي بانک جوړ شي او هغه واقعي شمېرې چې له ډېټابېسه وړاندې کېږي له لوړ اعتباره به برخمنې وي، خو تر اوسه داسې کار نه‎دی شوی."

د نوم‎لیکنې د پروسې له پیلېدو سره هم‎مهاله د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د څارونکو بسټونو له جدي انتقادونو سره مخ دی او دغه بسټونه ادعا کوي چې د کمېسیون له لوري د نوم‎لیکونکو په اړه وړاندې کېدونکې شمېرې اعتبار نه‎لري.​

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانيو مشرانو فضل احمد معنوي او نجیب‎الله احمدزي د کمېسیون له لوري د نوم لیکل شویو کسانو وړاندې شوې شمېرې ناسمې ګڼلي او وايي، کمېسیون د شمېرو په وړاندې کولو کې مبالغه کوي.

نجیب‌الله احمدزی

ښاغلي احمدزي څو ورځې وړاندې ویلي و چې ۱۷ ولایتونو کې یوازې ۴۰۰ زره کسانو نوم‎لیکنه کړې چې په خبره‎يې دغه مسئله د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ‎الله هاشمي وايي چې د دوشنبې د ورځې تر مازیګره څلور میلیونه او ۲۳ زره کسانو په راتلونکو انتخاباتو کې د رأی ورکونې لپاره نوم‎لیکنه کړې چې وړاندې شوې شمېرې دقیقې او معتبرې دي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"کمېسیون چې کومې شمېرې وړاندې کوي، هغه مسؤلانه دي او د هر عدد په اړه‎یې ځواب وايي، هغه دوستان چې د سیستم او یا ډېټابېس د نه‌موجودیت په اړه ادعا کوي، زحمت دې وباسي او کمېسیون ته دې راشي چې موږ مېکانیزم لرو او که نه؟ احتمالاً په دغې اوونۍ کې د مطبوعاتو ټیم هم راغواړو چې د معلوماتي بانک په اړه ورسره معلومات شریک کړو چې په دې برخه کې اندېښنې رفع شي."

سید حفیظ‎الله هاشمي

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې پروسه د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل او تر دې دمه دوام لري.

خو د انتخاباتو پر پروسې د خلکو بې‌باوري، ناامني او د وسله‎والو مخالفینو مخالفت د دغې پروسې پر وړاندې جدي ستونزې ګڼل کېږي.

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پر انتخاباتو له څارونکو بنسټونو، سیاسي ګوندونو او خلکو غواړي چې د دغې پروسې د ښه کېدو لپاره همکاري وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس