د کندز بزګران وايي وچکالۍ له سختو ستونزو سره مخ کړي

د کندز ډېری بزګران شکایت لري چې د وچکالۍ له امله سږ کال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې له حکومت نه وغوښتل چې هغه اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي چې د کمو اوبو په مقابل کې مقاومت لري.

په ورته وخت کې د کندز د والي ویاند نعمت‌الله تیموري ازادي راډيو ته وویل چې په دې برخه کې یې له یو شمېر هغو دولتي ادارو نه د مرستې غوښتنه کړې چې په کرنیزو برخو کې کار کوي.

دوی وايي، ډېر ژر به اصلاح شوي تخمونه د کندز بزګرو ته ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې اوچا هم په خپل نوي راپور کې ویلي چې د وچکالۍ له امله دوه میلیونه کسان په افغانستان کې د خوراکي موادو له کمښت او قحطۍ سره مخ دي.