ازبکستان: له افغانستانه ملاتړ مو د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې دی

ازبکستان وايي، له افغانستانه ملاتړ او په دغه هېواد کې د سیاسي حل لپاره زمینه برابرول د تاشکند د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې دی.

دا خبره د ازبکستان د ولسمشر استازي عصمت‌الله ارګاشیف پرون دوشنبه په شانګهای سازمان کې د افغانستان د تماس د ډلې په غونډه کې وکړه.

انټرفکس خبري اژانس د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت په حواله وايي چې ارګاشیف په دې غونډه کې وویل:

"د افغانستان د وضعیت د سیاسي حل لپاره زمینه برابرول او له دغه دوست او ګاونډي هېواد سره په اړیکو کې پراختیا د ازبکستان د بهرني سیاست اساسي لومړیتوبونه دي."

په ازبکستان کې واک ته د شوکت میرضیایف تر رسېدو وروسته دې هېواد د افغانستان په ګډون د سیمې له هېوادونو سره اړیکې نږدې او ټینګې کړې دي.