بلخي: له ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدونکو شمېر ۲ برابره شوی

له ایرانه افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدونکو شمېر د تېر کال پرتله دوه برابره ډېر شوی دی.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر که څه هم د دغو کډوالو شمېر یاد نه‎کړ، خو ویې‌ویل چې په دې کې هم د قانوني اسنادو لرونکي او هم بې‌اسناده کډوال شامل دي.

سید حسین عالمي بلخي تېر ماښام ازادي راډیو ته له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو په اړه وویل:

"له پاکستانه د بېرته راستنېدونکو کډوالو شمېر کم دی، د تېر کال د همدې مودې سره چې یې پرتله کړو، خو له ایرانه د راستنېدونکو شمېر ډېر شوی هم په‎دې کې اسناد لرونکي شته او هم بې‌اسناده. د تېر کال په مقایسه د دغو کډوالو شمېر دوه برابره ډېروالی ښیي."

د کډوالۍ نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ په اوونیز راپور کې لیکلي چې د روانې مې میاشتې له ۲۰مې تر ۲۶مې نېټې پورې نږدې ۱۴ نیم زره افغانان یا په خپله خوښه یا په جبري ډول له ایرانه افغانستان ته راغلي.

د راپور له مخې په دې سره د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه له ایرانه د راغلو بې‌اسناده افغان کډوالو شمېر تر ۲۹۹ زره ډېر شو.

د «ای. او. اېم» د راپور له مخې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې څخه له پاکستانه ۱۴۸۶۰ بې‌اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.