له پاکستاني چارواکو سره د افغان لوړپوړي پلاوي لیدنې او هوکړې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون یکشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» په اسلام‎اباد کې له خپل پاکستاني سیال ناصر خان جنجوعه سره وکتل.

د سولې او پيوستون د عمل پلان د افغانستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو د خبرو اصلي اجنډا جوړوله.

دا خبره د پاکستان یوې حکومتي سرچینې کړې ده.

دې سرچینې رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر او نورو لوړپوړو چارواکو سره د سولې او پیوستون د عمل په هغه پلان خبرې کړي چې دواړو هېوادونو مخکې موافقه پرې کړې ده.

له ترورېزم سره مبارزه، امنیتي او سیاسي همکاري، د سولې او پخلاینې بهیر، ګډه اقتصادي پراختیا، د تاوتریخوالي راکمول او له پاکستانه د افغان کډوالو راستنول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او پیوستون د عمل پلان مهم موارد دي.

پاکستان ته د افغانستان د لوړپوړو امنیتي چارواکو سفر

پاکستان ته د افغانستان د لوړپوړو امنیتي چارواکو سفر د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي په رسمي بلنه شوی او د دواړو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو پرونۍ لیدنه هم د ښاغلي عباسي په دفتر کې شوې ده.

په پرونۍ لیدنه کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي، د کورنیو چارو وزیر ویس برمک او په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال هم حضور درلود.

په اسلام‎اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال په خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ لوړپوړي پلاوي د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره په مهمو دوه اړخیزو مسئلو خبرې وکړې.

د سیاسي چارو کارپوه او لیکوال نجیب ننګیال بیا ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان او پاکستان د لوړپوړ امنیتي چارواکو ناسته هغه وخته ګټوره ثابتېدای شي چې په افغانستان کې د جګړې شدت کم شي.

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي ننګیال سره مرکه

دی وايي:

"د سولې او پیوستون د عمل پلان ناستې پخوا هم شوې دي، کومه خاصه نتیجه‎یې نه‎ده ورکړې. دا ځل چې په ډېره لوړه کچه ناسته ده، امید شته. پاکستان په کور دننه او نړیوالې ټولنې له‎خوا تر سخت فشار لاندې دی او غواړي ځیني اقدامات وکړي. موږ ډېر نه‎شو خوشبینه کېدلای، یوازې محتاطانه خوشبینه کېدلای شو، ځکه د افغانستان لپاره د ارزیابۍ ښه لار د جګړې شدت دی چې متأسفانه د جګړې شدت نه‌دی کم شوی."

پاکستان ته د افغان لوړپوړو امنیتي چارواکو سفر به څومره ګټور وي؟

افغان حکومت او نړیوال متحدین‎یې له هغې ډلې امریکا، پاکستان په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتېدو مسؤل بولي، هغه څه چې پاکستاني چارواکو په وار وار رد کړی او ویلي یې دي چې امن افغانستان د دوی په ګټه هم دی.

معلومه نه‎ده چې د افغانستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکاران څومره د سولې او پیوستون د عمل د پلان په تطبیق سلا شوي؟ خو د افغانستان د ملي امنیت شورا مخکې ویلي و چې دا سفر یوازې د همدغه پلان د عملي کېدو په هدف ترسره شوی دی.

راپور: صفي‎الله ستانکزی