اتمر له پاکستاني چارواکو سره د عمل پلان د پلي کېدو پر څرنګوالي غږېږي

محمد حنیف اتمر

افغان حکومت له پاکستان سره د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان مهم بولي او د دغه پلان د پلي کېدو د څرنګوالي په هدف ان د ملي امنیت شورا سلاکار د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» پاکستان ته تللی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادرشاه وايي، محمد حنیف اتمر د پاکستان د صدراعظم په بلنه د یوه امنیتي پلاوي په مشرۍ هغه هېواد ته تللی دی.

د نوموړي په خبره ښاغلي اتمر به د دواړو هېوادونو او سیمې په امنیتي وضعیت له لوړ پوړو پاکستاني امنیتي چارواکو سره خبرې وکړي.

قادرشاه زیاته کړه:

قادر شاه

"دا درېیم پړاو خبرې دي چې د عمل سند د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه‎یې د دواړو هېوادونو لوړ رتبه امنیتي چارواکي پرې بحث کوي، افغانستان، پاکستان او د سیمې د امنیتي ګواښونو او موضوعاتو په اړه به هم خبرې وکړي، څو د حل‎لارې لپاره‎یې عملي او مشخصي اقدامات وشي."

له پاکستان سره مذاکرات د وخت ضایع کول دي.

قادرشاه وايي، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار او ورسره مل پلاوی به په دغه یوه ورځني سفر کې د پاکستان له سیاسي مشرانو سره هم وګوري.

د تېر لمریز کال په حوت میاشت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د پاکستان له صدارعظم سره په لیدنه کې توافق کړی و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د عمل د پلان سند ژر وروستی کېږي.

محمد اشرف غني د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره

له ترورېزم سره مبارزه، امنیتي او سیاسي همکاري، د سولې او پخلاینې بهیر، ګډه اقتصادي پراختیا، د تاوتریخوالي راکمول او له پاکستانه د افغان کډوالو راستنول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او پیوستون د عمل پلان مهم موارد دي.

د سولې او پیوستون عمل پلان، څو ورځې مخکې پاکستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د سفر په ترڅ کې په اسلام‎اباد کې بشپړ شو، دواړو خواوو هوکړه کړې چې د دغه پلان د پلي کېدو لپاره به شپږ کاري ډلې کار کوي.

پاکستان ته د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار په سفر باندې د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» په عمومي غونډه کې هم بحث وشو.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار وویل، له پاکستان سره مذاکرات د وخت ضایع کول دي او مطلوب نتایج به له ځان سره ونه‎لري.

نوموړی وايي:

محمد علم ایزدیار

"له بده‎مرغه دغه مذاکرات، تګ-راتګ به د افغانستان په عمومي وضعیت په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي او تروریستي حملو په راکمولو هېڅ تاثیر نه‎لري، برعکس دښمن به خلک او دولت مصروف کړي او له فرصته به استفادې وکړي، هیله لرم چې دې موضوع ته جدي پام وشي."

نوموړی ټینګار کوي چې ګتورو خبرو په هدف دې پاکستاني چارواکو ته د افغانستان غوښتنې په څرګند ډول بیان شي او پایلې دې هم له افغان ولس سره شریکه شي.

په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه انتظار خادم که څه هم د دغه پلان پلي کېدل مهم بولي، خو وايي، د وضعیت د ښه کېدو لپاره اړتیا ده چې پاکستان د افغانستان په اړه په خپله ستراتیژۍ کې اساسي بدلون راولي.

راپور: رحمت‎الله افغان