اتمر پاکستاني چارواکو سره پر امنیتي او سرحدي مسئلو خبرې کوي

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن یکشنبه«۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» پاکستان ته ځي او له پاکستاني لوري سره پر ګډو امنیتي ستونزو او سرحدي مسئلو خبرې کوي.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې ښاغلي اتمر د پاکستان د صدراعظم په بلنه، د یوه لوړ رتبه سیاسي او پوځي پلاوي په مشرۍ، اسلام اباد ته روان دی.

​په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان صدراعظم د افغانستان له ولسمشره رسماً، د خبرو لپاره د یوه لوړ رتبه امنیتي پلاوي د ور استولو غوښتنه کړې وه.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، اتمر به د پاکستان له لوري د هغه هېواد د پوځ د لوي درستیز په مشرۍ، له یوه امنیتي پلاوي سره وګوري.

په‌دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.