افغان خطاطانو او نقاشانو د قران کریم۶۱۰مخیزه نسخه لیکلې

په افغانستان کې د قران کريم يوه نسخه چې ٦١٠ مخونه لري، د افغانستان د ٣٨ خطاطانو او نقاشانو د يوې ډلې له خوا په نږدې دوو کلونو کې ليکل شوې ده.

ډېرى دغه افغان خطاطان او نقاشان د پلازمېنې کابل په فېروزکوه انسټيټيوت کې روزل شوي دي.

٦٦ کلن خواجه قمر الدين چشتي په دغه انسټيټيوت کې د خطاطۍ استاد دى وايي:

"د دې لپاره چې دغه کلتور له خلکو هېر او له منځه لاړ نه شي، موږ هڅه وکړه دغه نسخه خطاطي او راتلونکي نسل ته انتقال کړو."

د فېروزکوه انسټيټيوټ رئيس عبدالوحيد خليلي پېشنهاد کوي چې د قران کريم دغه نايابه خطي نسخه دې نورو هېوادونو ته يووړل شي:

"دا اول وار دى چې د ورېښمو پر ټوټو د قران کريم د يوې نسخې ليکل بشپړوو، په اوومه يا اتمه پېړۍ کې د قران کريم پر دغسې يوه نسخه کار نيمګړى پاتې و، خو دا اول وار دى چې موږ دا کار بشپړوو، پېشنهاد مې دا دى چې دغه نسخه دې اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول عرب ټولنو ته دې يووړل شي چې د قران کريم پر يوه بله نسخه د دغه انستيتيوت فارغانو ته د کار زمينه برابره شي."

د قران کريم د دې نسخې په ليکلو کې له نسخ خط څخه کار اخيستل شوى دى.

دا د خط هغه بڼه ده چې نږدې لس پېړۍ مخکې يې د کوفي خط ځاى ونيوه.

د قران کريم دغه لاسي نسخه دا مهال په فېروزکوه انستيتيوت کې چې د کابل په مرادخانۍ کې موقعيت لري، د لرګيو په يوه صندوق کې ساتل کېږي.