عربستان او روسیه ښايي د خامو تېلو تولیدات زیات کړي

سعودي عربستان او روسیه ښايي د تېلو د بیو د لوړوالي د مخنیوي په هدف خپل د خامو تېلو تولیدات زیات کړي.

د امریکا دې پرېکړې چې پر ایران او ونیزوویلا به چې د تېلو ستر تولیدونکي هېوادونه دي سخت بندیزونه ولګوي، د تېلو بیې لوړې کړي دي.

له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا د لومړي ځل لپاره د خامو تېلو بیه پر هر بېرل اتیا ډالرو ته لوړه شوه.

خو د سعودي عربستان او روسيې تر دې اعلان وروسته چې د تېلو د بیو د ټیټولو لپاره به د خپل خامو تېلو تولید زیات کړي، د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بيې له اتیا نه ۷۶ډالر فې بېرل ته راښکته شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر خپل ټویتر ولیکل چې د تېلو د صادرونکو هېوادونو لخوا د خامو تېلو پر تولیداتو محدودیت د دې سبب شوی دی چې په مصنوعي ډول د تېلو بيې لوړې شي.

د ولسمشر ټرمپ همدا ټویټ د دې سب شو چې د تېلو د تولید او صادراتو نړیوال سازمان اوپیک د تېلو د بیو د کنټرولو لپاره هڅې پیل کړې.

اوپیک په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې وروسته تر هغې د خامو تېلو د تولیداتو د کمولو پرېکړه وکړه چې د هر بېرل بیه تر ۳۰ ډالرو هم ټیټه شوې وه.

سعودي عربستان او روسيي ویلي دي چې د خامو تېلو د تولیداتو زیاتول به د روان مېلادي کال په دوهمه نیمايي کې په تدریجي ډول پیل شي.

ټاکل شوې ده چې د روسيې د تېلو او انرژۍ وزیر د راتلونکې می میاشت په دویشتمه او درویشتمه نېټه د تېلو د تولیدو او صادرونکو هېوادونو سازمان د غړیو هېوادونو له مسولانو سره وویني.

په دې کتنه کې به په نړیوالو مارکېټونو کې د خامو تېلو د بیو د کمولو لپاره پر مختلفو لارو چارو خبرې وشي.