فرانس پرېس: د ګوانټانامو ځوان او کم عمره بندیان، پاخه عمر ته رسېدلي

فرانس پرېس اژانس د ګوانټانامو زندان او دغلته د بندو زندانیانو د وضعیت او نا معلوم راتلونکې په اړه راپور خپور کړی دی.

پر متحده ایالاتو د ۲۰۰۱کال د سپټمبر د یوولسې نېټې تر حملو وروسته، د ترورېزم پر ضد د امریکا د جګړې په لومړیو کې په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې یو شمېر نیول شوي کسان ګوانټانامو زندان ته واستول شول.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا اوس څه د پاسه ۱۵ کاله وروسته زیاتره زندانیان چې هغه مهال ځوان او کم عمره وو، پاخه عمر ته رسېدلي دي.

سپینې ماڼۍ په روانه اوونۍ کې ظاهره دا ومنله چې په ګوانټانامو زندان کې د پاتې ۴۰ زندانیانو د برخلیک د معلومولو لپاره نه کوم پلان او نه هم سیاسي اراده موجوده ده.

د امریکا د دفاع وزارت د ګوانټانامو د زندانیانو په اړه معلومات نه خپروي، خو ویکي لیکس او نیویارک ټایمز د دې زندان په اړه ځینې معلومات افشا کوي.

ګوانټانامو زندان

فرانس پرېس وايي، د ګوانټانامو زیات عمر لرونکی زنداني ۷۱کلن سیف الله پراچه دی چې د پاکستان دی او تر ټولو ځوان او کم عمره بیا د سعودي عربستان تبعه حسن محمد علي بن عطاش دی چې اوس ۳۲کلن دی.

په ګوانټانامو زندان کې تر ټولو پېژندل شوی زنداني ۵۳ کلن خالد شیخ محمد دی چې پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو اصلي طراح بلل کېږي.

۲۶ زندانیان داسې هم دي چې له ۲۰۰۲کال راهیسې په ګوانټانامو کې بند دي، خو په هېڅ جرم نه دي تورن شوي.

د سره صلیب نړیواله اداره په کال کې څلور ځله له ګوانټانامو زندان کتنه کوي چې معلومه کړي د زندان وضعیت د توقیف د ځای له معیارونو سره برابر دی او کنه او له زندانیانو سره د زندان د مسولانو چلند وڅېړي.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا د ګوانټانامو زندان په کال کې ۴۵۰ میلیونه ډالر لګښت لري.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشنل وايي، د نړیوالو قوانینو له مخې متحده ایالات باید د ګوانټانامو زندانیانو ته روغتیايي خدمات برابر کړي.

که څه هم د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو خاطرات په یو نه یو ډول تتېږي، زیات شمېر امریکایان په دې خبر نه دي چې لا هم په ګوانټانامو زندان کې خلک ساتل کېږي.

سپینې ماڼۍ په خپل پالیسي بیان کې ویلي دي چې ګوانټانامو زندان دا مهال له ساختماني او سیستم له نظره له ستونزواو نیمګړتیاو سره مخ دی او که پاملرنه ورته ونشي ښايي د زندان د ساتونکو او زندانیانو ژوند له خطر سره مخ شي.

سپینې ماڼۍ ددې زندان د بیارغولو لپاره له کانګرس څخه د اضافي بودجې غوښتنه کړې ده.

فرانس پرېس وايي، تر اوسه ۹ بندیان په ګوانټانامو زندان کې مړه شوي دي چې د امریکا د پوځ په وینا اکثرو يې ځانوژنه کړې ده.

خو په څه ډول چې د ګوانټانامو وضعیت دی، ښايي دا وروستي کسان نه وي چې په خپله خپل ژوند پای ته رسوي.