د افغانستان دفاع وزارت د «ګلوبل وټنس» مؤسسې د راپور د تأيید ترڅنګ وايي، د اسلامي دولت ډله یا داعش د ننګرهار په شمول په ځینو ولایتونو کې کانونه کېندي.
د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش وايي، اسلامي دولت نومې ډلې «داعش» په افغانستان کې د ځينو کانونو په کېندلو پیل کړی دی.
ښاغلي رادمنش چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» یې له ازادي راډيو سره خبرې کولې وویل، د داعش تر څنګ د دولت نورې وسلهوالې مخالفې ډلې هم د افغانستان له کانونو ګټه اخلي.
نوموړي د «ګلوبل وټنس» مؤسسې د وروستي راپور په اړه چې ویلي دي «داعش په افغانستان کې د کانونو کېندل پیل کړي دي.» وايي:
"موږ هم دا نظر تأییدوو چې داعش او نورې مخالفې ډلې تل په همدې برخه کې خپلې هڅې لري چې سرمایه ترلاسه کړي او بیا د همدې پیسو له لارې وسلې او چاودېدونکي توکي له افغانستانه بهر وپېري."
دا په داسې حال کې ده چې د «ګلوبل وټنس» په نوم یوې غیر دولتي نړیوالې مؤسسې په خپل وروستي راپور کې ویلي دي، داعش د عربستاني او پاکستاني انجنیرانو په مرسته په افغانستان کې د کانونو کېندل پیل کړي دي.
د دغې مؤسسې په راپور کې د ځینو کسانو په حواله چې هویتیې پټ ساتل شوی راغلي دي، اسلامي دولت ډلې یا داعش د ننګرهار په ځینو سیمو کې ماشینونه او نور تجهیزات ځای پر ځای کړي او عملاً یې د قیمتي ډبرو ایستل پیل کړي دي.
دغو افغانانو «ګلوبل وټنس» ته ویلي دي، داعش هغه سیمې نیولې دي چې هلته کانونه دي.
د طالبانو یوه قوماندان چې نومیې نهدی اخیستل شوی «ګلوبل وټنس» مؤسسې ته ویلي دي له داعش سره د دوی جنګ د کانونو په سر دی.
د کانونو وزارت له ویاند عبدالقدیر مطفي سره پهدې اړه د ازادي راډيو اړیکه وصل شوه، خو ښاغلي مطفي وویل د افغانستان د کانونو وزارت به په دې اړه په یوه خبري کنفرانس کې خپل نظر څرګند کړي.
بلخوا د افغانستان د ولسي جرګې د طبیعي سرچینو او چاپېریال ساتنې د کمېسیون رئیس صفيالله مسلم وايي، د افغان دولت ټولې وسلهوالې مخالفې ډلې د دغه هېواد د کانونو څخه استفاده کوي.
د ده په وینا اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د کنټرول لاندې سیمو کې د ځینو کانونو په کېندلو لاس پورې کړی دی.
ښاغلي مسلم د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» ازادي راډيو ته وویل:
"په ننګرهار کې ځيني شواهد او د خلکو څرګندونې ښکاروي چې داعش د خپل کنټرول لاندې سیمو کې له کانونو استفاده کوي، موږ څو ځله د کانونو وزارت چارواکي په همدې اړه خپل کمېسیون ته راغوښتي، دوی راغلل، خو زموږ اندېښنو تهیې ځواب نهلرلو، څلور اوونۍ کېږي چې دوی ته مو بیا بلنه ورکړې، خو تر اوسه موږ ته هېڅ ځواب نهدی راکړل شوی."
نوموړی وايي، د ننګرهار ولایت تر څنګ په ځینو نورو ولایتونو کې هم کانونه د دولت د وسلهوالو مخالفینو لهخوا کېندل کېږي.
افغانستان د طبیعي سرچینو زیات کانونه لري چې سره زر، مس، لاجورد، نفت او نورې قیمتي ډبرې تشکیلوي.
له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي، افغانستان د تریلیونونو ډالرو په ارزښت کانونه لري چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د ۳۳ سلنه کانونو قیمت درې تریلیونه ډالره اټکل شوی دی.
راپور: یوسف ځدراڼ