د لوږې، بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ د زیاتېدو په اړه د مشرانو جرګې اندېښنه!

په هېواد کې د لوږې او بې‌وزلۍ د کچې لوړېدو د افغانستان د مشرانو جرګې اندېښنې راپارولې دي.

د افغانستان مشرانو جرګه وايي، په هېواد کې د لوږې او بې‌وزلۍ د کچې لوړېدو فساد او نا امنیو ته زمینه مساعده کړې ده.

د دغې جرګې د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۱» غونډې ته په دې اړه د ځواب ویلو لپاره د کار او ټولنیزو چارو او اقتصاد وزارتونو او د احصائيې مرکزي ادارې چارواکي غوښتل شوي وو.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي او د دې جرګې غړي فرهاد سخي په هېواد کې د لوږې او بې‌کارۍ د زیاتېدو په اړه خپلې اندېښنې د یادو ادارو له چارواکو سره شریکې کړې.

دوی وویل:

"که تاسو ورته متوجې شئ، نو د لوږې کچه له ۸۰ سلنې اوس‌مهال پورته ده، حکومت په دې اړه څه تصمیم لري؟ ورځ تر بلې وضعیت په خرابېدو دی، فقر په هېواد کې فساد او نا امنیو ته زمینه مساعدوي."

"د کار او ټولنیزو چارو وزارت خلکو ته د کار پیدا کولو په برخه کې يو ناکام وزارت دی، ټول تعلیم یافته او بې‌سواده خلک کار پسې ګرځي، خو حتی ورځ مزدوري هم ورته نه‌پيدا کېږی او ماښام تش لاس کورونو ته ځي او خپلو اولادونو ته يوه مړۍ وچه ډوډۍ هم نه‌شي پیدا کولای."

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو نړیوالو مؤسسو د وروستیو راپورونو له مخې، په افغانستان کې شااوخوا ۳۹ سلنه خلک د کار په لټه کې دي.

خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت بیا په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه ۲۴ سلنه ښيي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر مصطفی مستور چې د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې یې ګډون درلود، وویل چې اوس‌مهال ۱۶ میليونه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او دوه میليونه وګړي چې نږدې اووه نیم لکه‌یې باسواده دي، په کار پسې سرګردانه دي.

د ده په خبره، په تېرو درېیو کلونو کې د فقر او بې‌وزلۍ کچه له ۳۹ سلنې ۵۴ سلنې ته پورته شوې، خو حکومت په دې لټه کې دی چې په هېواد کې د مخ پر زیاتېدونکي فقر او اوزګارتیا مخه ونیسي.

خو دا چې په هېواد کې د فقر او بې‌کارۍ د کچې د لوړېدو عوامل څه دي، ځواب‌یې د کار او ټولنیزو چارو مرستیال لعل‌الدین اریوبي چې د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې یې ګډون درلود، داسې وايي:

"په افغانستان کې اقتصادي وده ډېره ورو پر مخ ځي، اوس‌مهال د اقتصادي ودې فیصدي له دوو تر درېیو سلنې پورې ده، بله دا چې هر کال له بهرنیو هېوادونو يو، يو نیم میليون افغانان هېواد ته راځي، د بې‌کارۍ د زیاتېدو درېیمه عمده مسئله هغه د ماهرو او په کار پوه کارګرانو کموالی دی."

بل‌خوا د افغانستان د احصائیې مرکزي ادارې مرستیال حسیب‌الله موحد د مشرانو جرګې د وکیلانو پوښتنو ته د ځواب ویلو پر مهال د افغانستان د وګړو د شمېر او د لوږې او بې‌کارۍ د کچې په اړه د غیر دولتي بنسټونو شمېرې ناسمې او غیر رسمي وبللې.

خو له دې ټولو سره سره د اقتصادي چارو پوه سید قیاس سعیدي خلکو ته د کاري زمینو په مساعدولو کې اړوند ارګانونه پاتې بولي او له افغان حکومته غواړي چې په هېواد کې د فقر او بې‌کارۍ د مخینوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

راپور: محمد واصل وصال