د نوم لیکنې د پروسې امنیت د لوګر د خوښۍ اوسېدونکي اندېښمن کړي

د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکي له افغان حکومته غواړي چې په یاده ولسوالۍ کې دې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت ته پاملرنه ډېره کړي.

د خوښۍ اوسېدونکي وايي چې خلک له امنیتي ګواښونو سره مخ دي او تر څنګ‌يې د ټاکنو په بهیر کې سر له اوسه د ولسي جرګې د استازو، ځايي چارواکو او نورو مسؤلینو له‌خوا مداخلې پیل شوي چې باید مخه‌يې ونیول شي.

اخوا د خوښۍ امنیه قوماندان نثار احمد نعیم زوی په خوښۍ کې ډېرې امنیتي ستونزې نه‌مني او وايي چې هلته افغان امنیتي ځواکونو په ګډه او همغږۍ د نوم لیکنې لپاره امنیتي تدابیر نیولي او د نوم لیکنې لپاره نارینه او ښځينه ورځي.

د لوګر د چارواکو په خبره، تر اوسه په مرکز پل علم کې ۲۵ زره کسانو نوم لیکنه کړې او ولسوالیو ته‌يې هم په ټاکلي وخت د نوم لیکنې مرکزونه، اړین توکي او مأمورین لېږلي دي.