قرلق: جنرال دوستم به ډېرژر هېواد ته راستون شي

د افغانستان د مشرانو جرګې یو غړی چې د ولسمشر لومړي مرستیال ته نېږدې کس بلل کېږي وایي چې افغان ولسمشر ترکیې په وروستي سفرکې له عبدالرشید دوستم سره په ټلیفون خبرې کړي او ټاکل شوې هغه په راتلونکو څو وروځو کې بېر ته افغانستان ته ستون شي.

عبدالله قرلق دغه څرګندونې نن ازادي راډیوته وکړې او ویې ویل:

"که څه هم د ولسمشر په اجنډا کې له جنرال دوستم سره کتنه شامله وه خو ولسمشر د افغانستان د وضعیت په خاطر ژر بېر ته هېواد ته ستون شو او له هغه سره یې په ټیلفون خبرې وکړې او دواړه وطن ته د بېر ته ستنېدو په وړاندې پرستونزو وغږېدل او یوه توافق ته ورسېدل، ښاغلی دوستم ښایي په لسو ورځو کې بېر ته افغانستان ته ستون شي."

عبدالرشید دوستم چې د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره په ناوړه سلوک تورن دي، له دې مخکې یې هم افغانستان ته د بېر ته ستنېدو څوځلې خبرونه ورکړل شوي و.

د افغانستان جمهوري ریاست تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشر غني د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په بېړنۍ غونډه کې چې د فلسطین مسئلي ته ځانګړې شوې وه، د تېرې جمعې په ورځ د استانبول په سرمشریزه کې ګډون کړی و.