بهرنیو چارو وزارت: له پاکستان سره د عمل په پلان کې حساس موارد ځای پرځای شوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستان سره د عمل په پلان کې حساس موارد ځای پرځای شوي او عملي کول یې دواړو هېوادونو ته اړین دي.

کابل دا ځل له پاکستان سره د سولې او یووالي لپاره د عمل پلان ته سترګې نیولي او هیله څرګندوي چې ورنه مطلوبه نتیجه ترلاسه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي،دغه پلان ورستی شوی او تمه ده چې شپږ کاري ډلې د پلان په شاملو مواردو کار وکړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال صبغت احمد د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د عمل په دغه يبلان کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سولې او یووالي په برخه کې مهم موارد ځای پرځای شوي دي.

​دی وایي:

"تراوسه چې مونږ توافق ته نه وو رسېدلي، غوښتل مو چې پر یوه چوکاټ توافق وشي چې په راتلونکي کې د اجرا وړ وي او مونږ وکولای شول چې له هغه ډېر څه ترلاسه کړو، تمه ده چې شپږ کاري ګروپونه په دې پلان کار وکړي او دا ځل هېله مند یوو چې مطلوبه نتیجه ترلاسه شي."

له ترورېزم سره مبارزه او امنیتي همکاري، د سولې او بیا پخلاینې بهیر، سیاسي همکاري، ګډ اقتصادي پرمختګونه، له پاکستانه د افغان کډوالو بیا ستنول او د تاوتریخوالي کمول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او یووالي لپاره د عمل د پلان له مهمو مواردو څخه دي.

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو سیاسي معینانو حکمت خلیل کرزي او تهمینې جنجوعې د تېرې دوشنبې د ورځې په څلورمه ناسته کې هوکړه وکړه چې د سولې او یووالي لپاره د عمل دا پلان به بشپړوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي په کابل کې د تیر لمریز کال په ناسته کې هوکړه کړې وه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عمل پلان سند باید ډېر ژر وروستی شي.

خو د نړیوالو چارو پوه انتظار خادم په دې باور دی چې پاکستان به د عمل پلان د عملي کولو لپاره ځیني اقدامات وکړي، خو په خبره یې چې د افغانستان د قضیې نورو خواوو ته هم پام ډېر مهم دی.

انتظار خادم

نوموړي وویل:

"دا ځل د پاکستان په دریځ کې ډېر لوی انعطاف لېدل کېږي، خو تر هغه چې د افغانستان د قضیې نور کورني او بهرني فکټورونه په اساسي ډول د ښکېلو اړخونو له لورې تر پوښښ لاندې رانشي، فکر نه کوم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی تعامل به مثبت یا منفي نتیجه ولري."

افغانستان په کراتو ویلي چې په دغه هېواد کې د سولې کلي له پاکستان سره ده او اسلام اباد کولای شي چې په رښتینې همکارۍ سره په دغه هېواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې اساسي رول ولوبوي.

خو ښاغلی خادم پر دې سربېره وايي چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتیژي او د افغان حکومت له لورې ځیني اقدامات هم په دې برخه کې ډېر اغېزمن تمامېدای شي.

راپور: ناجیه ساپۍ