امریکا کې د وسله والو په ډزو کې د زده کوونکو په ګډون۱۰ تنه وژل شوي

په امریکا کې چارواکي وایي، د تکزاس ایالت په یوه لېسه کې وسله والو ډزې کړي چې د زده کوونکو په ګډون یې ۱۰ تنه وژلي دي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت خبر ورکړ چې په وژل شویو کې د سبیکه شیخ په نوم یوه پاکستانۍ زده کوونکې هم ده.

د تکزاس والي ګریک ابوت وویل، مشکوک برید کوونکی چې چاودېدونکي مواد هم ورسره وو، په توقیف کې دی.

ابوت زیاته کړه، برید کوونکي چې غوښتل یې ځان ووژني، له خپلې پرېکړې ګرځېدلی او مسؤلو کسانو ته یې ویلي چې جرات یې ونه کړ چې انتحار وکړي.

د تکزاس په سانتا ښار کې په دې برید کې چې پرون وشو، ۱۰ تنه نور ټپیان شوې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر دې پېښې خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل:

"زما اداره ژمنه ده چې د زده کوونکو او ښوونځيو د امنیت لپاره هره ممکنه هڅه وکړي او پرې نږدي چې وسلې د هغو کسانو لاس ته ولوېږي چې هم ځان او هم نورو ته خطر پېښوي."

تر دې مخکې په امریکا کې د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې په فلوریډا کې پر یوه ښوونځي د ډزو پر مهال، د زده کوونکو په ګډون ۱۷ تنه وژل شوي وو.