میاخېل: ایران په یوه اوونۍ کې ۱۰زره افغان کډوال ایستلي

د ایران حکومت په یوه اوونۍ کې لس رزه افغان کډوال په جبري ډول، له خپلې خاورې ایستلي دي.

دا خبر پرون جمعه د افغانستان د کډوالو او بېر ته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار، حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته ورکړ او زیاته یې کړه:

"زموږ وزارت له ایران سره په سرحدي ولایتونو، هرات او نیمروز کې، په تېره یوه اوونۍ کې لس زره او اوه سوه او دوشپېته افغانان ثبت کړي چې په زور د ایران حکومت ایستلي دي."

د میاخېل په وینا، د روان مېلادي کال له پېل راهیسې، تر یو لک او څلوېښت زره زیات افغان کډوال په جبري ډول له ایرانه ایستل شوي او افغانستان ته ستانه شوي چې ښځې او کوچنیان هم په کې دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په حواله، په ایران کې اته نیم لکه افغانان چې د استوګنې کارټونه لري، اوسېږي، خو رپوټونه وايي چې لس هاوو زره افغانان په غیر قانوني ډول په هغه هېواد کې مېشت دي.