دفاع وزارت: په بغلان کې د دولت ٢١ مخالف وسله‎وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په بغلان ولايت کې د دولت ٢١ مخالف وسله‎وال وژل شوي دي.

د دفاع وزارت په اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې ويل شوي، وسله‎والو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د تاله‎وبرفک ولسوالۍ د بېرته نيولو په پوځي عملياتو کې اوښتې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د دښمن دفاعي کرښه ماته شوې او د ملي اردو ځواکونه د دې ولسوالۍ جغرافيې ته داخل شوي دي.

وسله‎والو طالبانو لس ورځې مخکې د بغلان تاله‎وبرفک ولسوالۍ مرکز ونيوه.

دفاع وزارت وايي، د ۱۱ وسله‎والو جسدونه نړیوال سره صلیب ته سپارل شوي دي.

دغه وزارت په يوه بله اعلاميه کې وايي، له پرون سهار راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۹ وسله‎وال وژل شوي، ۱۹ تنه نور ټپیان او ۱۶ تنه نیول شوي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د جمعې په سهار د افغانستان د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر خپره کړې ویل شوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ١٦ تعرضي او تصفیوي عملیات، ۷۹ ځانګړي کوماندویي عملیات او د وسله‎والو پر اهدافو ۲ هوایي بریدونه شوي دي.

دفاع وزارت وايي، دا ګډ عملیات د توپچي او هوایي قوتونو په ملاتړ په ننګرهار، کونړ، غزني، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، بلخ، فاریاب، سمنګان، کندز، بدخشان، بغلان او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي.

د دولت کومې مخالفې ډلې په‎دې اړه تبصره نه‎ده کړې.