پومپئو د فراه ښار په دفاع کې د افغان ځواکونو ملاتړ څرګند کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو د فراه ښار په دفاع کې د افغان ځواکونو ملاتړ څرګند کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې مایک پومپئو د ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د امریکا پر دوامدره پانګونې ټینګار کړی او د شفافو، باوري او پر وخت انتخاباتو لپاره یې د ولسمشر اشرف غني پر مشرۍ په ادارو کې د اصلاحاتو هڅې ستایلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه چې دواړو لورو په‎دې ټیلیفوني خبرو کې د امریکا او افغانستان ترمنځ پر «قوي شراکت» د ترهګرۍ پرضد پر مبارزې او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې او پخلاینې پر پروسې هم خبرې وکړي.