پوهنې وزارت د وضعیت تر سمېدو په فراه کې ښوونځي رخصت کړل

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د ښوونکو، زده کوونکو او پوهنې ریاست د کارکوونکو د خونديتوب لپاره‌یې په فراه ولايت کې ټول ښوونځي رخصتي اعلان کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د خپرونو رئيس د ښوونځيو د تعطيل لامل په فراه ولايت کې امنيتي اندېښنې ښودلي او ويلي چې په دغه ولايت کې د امنيتي وضعيت له ښه کېدو وروسته به ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

کبير حقمل وويل:

"د پوهنې وزارت په دې باور دی چې په درسونو کې ځنډ پر زده‌کړو منفي اغېز لري، دا چې د زده‌کوونکو او ښوونکو ژوند او امنيت موږ ته ډېر مهم دی او په دې خاطر چې دوی له نښتو خوندي پاتې شي، موږ پرېکړه وکړه چې د ناامنیو تر ختمېدو پورې ښوونځي وتړل شي."

په فراه کې نا امني د سې شنبې له سهاره پیل شوه او تر اوسه دوام لري.

اوس‌مهال افغان امنیتي ځواکونه د هوايي قواوو په ملاتړ په فراه ولايت کې د حکومت ضد مخالفانو د تهديدونو پر وړاندي دفاع کوي.