د فراه والي په فراه ښار کې وضعیت ارام دی

د فراه ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې وضعیت اوس‌مهال ارام دی.

د فراه والي عبدالبصير سالنګي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه داسې وويل:

"د دولتي ځواکونو ترمنځ يو سوء تفاهم رامنځته شوی وو چې دوربينو يې ربط سره لاره او یو بل‌يې ليدلي او د مخالف فکر یې کړی دی، فايرونه شوي، د شپې له پيل راهيسي تر اوسه تلاشۍ روانې دي، تر اوسه هېڅ شی نه‌دی موندل شوی چې ګواکې طالب دې دلته وي، يوازې زموږ د واحدونو ترمنځ د تېروتنې ډزې شوي."

تېره شپه په فراه ولايت کې د نښتو راپورونه راغلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ وسله‎والو طالبانو پر فراه ښار ډله‎ییزې حملې وکړې او ان د لنډ مهالي لپاره‌یې د فراه د مرکز ځینې سیمې هم ونیولې.

افغان چارواکو تېره ورځ وویل چې په جګړه کې وسله‎والو طالبانو ته د درنو تلفاتو له اوښتو وروسته دوی په شا تمبول شوي دي.