سیاس: په ۱۳ ولایتونو کې سېلابونو ۶۰ تنه وژلي

له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وایي، د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغې ادارې ویلي چې دغو سیلابونو په سمنګان، تخار، کاپیسا، بغلان، بدخشان، بادغیس، غور، پنجشیر، سرپل، غزني، پروان، بلخ او هرات ولایتونو کې شاوخوا ۳۴۳ کورونه وران کړي او نورو ۶۶۳ کورونو ته یې یو څه زیانونو اړولي دي.

د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې د عمومي ریاست مرستیال محمد اسلم سیاس ازادي راډیوته وویل چې د نورو ورښتونو امکانات شته.

دی زیاتوي:

"د هوا پېژندنې سرچینې خبرداری ورکړی دی چې ښایي دا سیلونه تر راتلونکو ۱۵ ورځو د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې ادامه پیدا کړي او موږ ښه تیاریانې ورته لرو."

دغو سیلابونو همدا راز په سلګونو څاروي وژلي او څه کم ۲۰۰ جریبه ځمکه یې له‎منځه وړې ده.