د فراه وکیلان: حکومت پر فراه ښار د حملې په اړه معلوماتو ته پام نه‎دی کړی

که څه هم د فراه ولایت د محلي مسؤلینو په خبره د فراه ښار امنیتي وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی، خو په ولسي جرګه کې د دغه ولایت يو شمېر استازي وايي، دوی درې ورځې وړاندې پر فراه ښار د وسله‎وال طالبانو د حملې په اړه معلومات له حکومت او خلکو سره شریک کړي وو.

له دې ډلې حمیرا ایوبي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۶» ازادي راډیو ته وویل چې حکومت پر فراه ښار د طالبانو د حملې په اړه موجودو معلوماتو ته پام نه‎دی کړی.

نوموړې وايي:

"موږ د شنبې په ورځ په‎دې اړه خپل غږ پورته کړ چې پر فراه ښار د حملې يو لوی احتمال موجود دی، خو دوی ورته توجه ونه‎کړه او په‎دغې حمله کې ۵۳ تنه افغان سرتېري ووژل شول او ۲۱ نور ټپيان شول. حکومت باید هم هغه وخت لاس په‎کار شوی وی، اما هېڅ غبرګون‌یې ونه‎ښود."

دا په‎داسې حال کې ده چې وسله‎والو طالبانو د روانې اوونۍ د سې شنبې په شپه ناوخته په فراه ښار حمله وکړه او د يو شمېر راپورونو له مخې د فراه ښار ځینې سیمې يې تر ولکې لاندې راوستې.

Your browser doesn’t support HTML5

په فراه ښار کې څه تیریږي

​د فراه والي بصیر سالنګي ازادي راډیو ته وویل چې په‎دغې حمله کې شااوخوا ۲۰۰۰ وسله‎والو طالبانو لاس درلود.

د نوموړي په خبره، د امنیتي ځواکونو د مقاومت او تازه دمو ځواکونو په رسېدو سره وسله‎وال طالبان تېره شپه په شا وتمبول شول.

دا د افغانستان د ولایتونو په مرکزونو د طالبانو لومړۍ حمله نه‎ده.

د کندز د ښار عکس چې وروسته له سقوط څخه اخیستل شوی.

شااوخوا درې کاله وړاندې د ۲۰۱۵ میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې هم وسله‎والو طالبانو د کندز ښار زیاتره سیمې د څو ورځو لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې، دغه ډلې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یو وار بیا د کندز پر ښار سخته حمله وکړه، خو بېرته په شا وتمبول شول.

د یو شمېر سرچینو په خبره د افغانستان په ښارونو کې د طالبانو د حملو په اړه معلومات له وړاندې موجود وو.

خو په فراه ښار د حملې په اړه د فراه د والي په خبره طالبان له وړاندې نه د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي وو او په افغان ځواکونو يې حملې پیل کړې.

اعظمي: وسله‎والو غوښتل د فراه په وروستۍ حمله کې خپل بنديان خوشې کړي

Your browser doesn’t support HTML5

له سناتور ګل احمد اعظمي سره مرکه

ښاغلی سالنګي وايي، په فراه ښار د حملې په جریان کې شااوخوا ۳۰۰ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي او زیات شمېر ټپيان شوي دي.

نوموړی د جګړې پر مهال د ۲۵ امنیتي سرتېرو وژل کېدل هم تأیيدوي.

خو طالب ویاند ذبیح‎الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د جګړې په جریان کې ۹ وسله‎وال طالبان او ۶۰ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د ښاغلي مجاهد د ادعا له مخې له هغه وروسته چې وسله‎والو طالبانو د امنیتي ځواکونو وسلو ته لاسرسی پيدا کړ، له جګړې پرته له ښاره ووتل.

د نوموړي په خبره له ۱۰ زیات افغان سرتېري هم وسله‎والو طالبانو ژوندي نیولي او له ځانونو سره‌یې وړي دي.

خو د فراه والي د هغو افغان سرتېرو په اړه چې د طالبانو لاسته ورغلي، څه نه‌وايي.

ښاغلي سالنګي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې ومنله چې پر فراه ښار د طالبانو د حملې په اړه له وړاندې معلومات موجود وو.

​د فراه والي بصیر سالنګي

دی وايي:

"له وړاندې تدابیر نیول شوي وو، خو لیکه ماته شوه، کومې پوستې چې موږ لرلې يو شمېر یې مستحکمې نه‎وې، د کلیو په منځ کې زموږ پوستې وې، طالبانو له نورو لارو حملې وکړې او زموږ پوستې یې شا ته پرېښودې، زموږ پوستو يو کېلو متر فاصله لرله او طالبان د پوستو له‎منځه ښار ته ننوتل."

Your browser doesn’t support HTML5

د فراه له والي سره مرکه

د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت هم پر خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د فراه ښار د افغان حکومت په کنټرول کې دی او د امریکا هوايي ځواک د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ وسله‎وال طالبان په نښه کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت هم وايي چې د مخکېنیو معلوماتو له مخې افغان امنیتي ځواکونه له تېرې يوې اوونۍ راهیسې له طالبانو سره په جګړه بوخت وو.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغان ځواکونو د اقداماتو په نتیجه کې وسله‎وال طالبان ونه‌توانېدل چې د فراه ښار ته سقوط ورکړي.

راپور: واصل وصال