په فراه ښار د طالبانو حملې او د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

د لوېدیځ یو شمېر چاپي خپرونو د فراه پر مرکز د طالبانو د سې شنبې د ورځې د برید مسئله څېړلې ده.

  • نیویارک ټایمز

امریکایۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي، د فراه ښار چې ۵۰ زره نفوس لري، دوهم مهم ښار دی چې ځینې برخې یې طالبانو لاندې کړې.

تر دې درې کاله مخکې د کندز ښار دا تجربه کړې وه.

نیویارک ټایمز د فراه د ولایتي شورا د یوه استازي محمد سرور عثماني په وینا لیکلي دي، طالبان ښار ته ننوتل او خلک په وېره او ترهه کې ګېر شول.

د ښاغلي عثماني په وینا ګڼ کسان له وېرې د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شول.

نیویارک ټایمز دې ته هم اشاره کړې چې د شینډنډ له هوایي ډګره الوتکې والوتې، څو د فراه له ښاره طالبان وشړي.

  • سټارز اېنډ سټرایپس

بلې خپرونې، سټارز اېنډ سټرایپس بیا لیکلي چې د سې شنبې په سهار سخته جګړه په فراه کې پیل شوه.

د دې ورځپاڼې په باور فراه د مخدره موادو د قاچاق مهمه لار ده چې هلمند یې په جنوب کې او ایران‌یې په لوېدیځ کې دی.

ورځپاڼه بیا لیکي:

د طالبانو لګښت هم له کوکنارو او مخدره موادو سره تړلی دی.

سټارز اېنډ سټرایپس زیاتوي، له څو میاشتو راهیسې په فراه کې جګړې روانې وې او امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

ورځپاڼې د افغانستان د دفاع وزارت دې راپور ته هم اشاره کړې چې په فراه کې د طالبانو د ماتې لپاره جدي هڅې روانې دي.

امریکا د افغانستان د ۱۷ کلنو شخړو د جګړې بل فصل ته داخل شوی.

خپرونې د فراه پر ښار حمله د روان کال لومړۍ همغږه حمله بللې چې د یوه لوی ښار د نیولو لپاره وشوه.

  • نشنل انټرسټ

د لوېدیځ یوې بلې چاپي خپرونې نشنل انټرسټ په عمومي توګه د افغانستان جګړو ته کتنه کړې ده.

دا خپرونه لیکي چې د امریکا متحده ایالات، د افغانستان د ۱۷ کلنو شخړو د جګړې بل فصل ته داخل شوي دي.

د خپرونې په باور واشنګټن هڅې کوي چې طالبان د سولې خبرو ته رامات کړي، خو داسې ښکاري چې د دې لوبې انجام نږدې نه‎دی.

خپرونه لیکي:

امریکایان نه‌غواړي چې د عراق مسئله په افغانستان کې تکرار شي او خپل ځواکونه وباسي.

نشنل انټرسټ وړاندې لیکي:

د ولسمشر ټرمپ اداره کوښښ کوي چې امریکایي ځواکونه داسې تسهیلات رامنځته کړي چې ښکېل لوري سولې ته وهڅوي، خو د خپرونې په باور دغه هدف ته د رسېدو لپاره د امنیتي اصولو رعایت مهم دی.