افغان او امریکايي چارواکي: فراه ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي

افغان او امریکايي چارواکي وايي، د فراه مرکز د افغان حکومت تر کنټرول لاندې دی او د طالبانو د وروستیو بریدونو د په شا تمبولو لپاره فراه ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د ښار په شمال او لوېدیځ کې د وسله‎والو په وړاندې د ملي اردو کمانډو او ځانګړي ځواکونه په توده جګړه بوخت دي او هوايي ځواک هم د وسله‎والو پر اهدافو بریدونه کوي.

د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت هم پر خپل ټویټرپاڼه کې ویلي چې د فراه ښار د افغان حکومت په کنټرول کې دی او د امریکا هوايي ځواک د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ وسله‎وال طالبان په نښه کړي دي.

په عین حال کې پرون سې شنبه ماښام په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د اعلی سرقوماندانۍ په غونډه کې د فراه وضعیت د بحث یوه مهمه موضوع وه.

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل:

​"دا اندېښنه هېڅ نه‎شته، د فراه ولایت به هېڅ‎کله سقوط ونه‎کړي، هغه ګواښونه چې د سې شنبې په ورځ موجود وو، د ځواکونو په ور رسېدو اوس دا ګواښونه لیرې شوي دي او اوس دغلته وضعیت د مدیریت وړ دی. د بېلابېلو سیمو ځواکونه فراه ته رسېدلي دي."

وسله‎والو طالبانو وړمه شپه له بېلابېلو لورو د فراه پر ښار بریدونه پیل کړل چې پرون د سې شنبې د ورځې په پیل کې یې د ښار ځینې سیمې ونیولې.

دا تر هغې راوروسته چې طالبانو د پسرلي په پیلېدو د الخندق په نوم عملیاتو اعلان کړی، د یو ولایت مرکز ته تر ټولو لوی ګواښ دی چې د دې وسله‎والې ډلې له‎خوا پېښېږي.