د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، د فراه ښار د افغان پوځ په لاس کې دی

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت وايي، فراه ښار د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

د ناټو مأموریت په یوه خبرپاڼه کې نن وویل چې د امریکا «اې-۱۰» جنګي الوتکو ته د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ مأموریت سپارل شوی دی.

د افغانستان ولسمشر نن ملي دفاع وزارت ته ورغلی و او فراه ته‌یې د تازه امنیتي ځواکونو د استولو دستور ورکړ.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست ویاند، جاوید فیصل پر ټویټر لیکلي چې نوي کمانډو ځواکونه د فراه ښار د پولیسو مرکز، د ملي امنیت ریاست او د فراه محبس ته استول شوي دي.

فیصل لیکلي چې د فراه اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، جګړه روانه ده، خو د ورځې تر پایه به وضعیت بدل شي.

د ازادي راډیو خبریال وايي چې د امنیه قوماندانۍ ودانۍ او محبس د فراه په لوېدیځ کې دي چې وسله‌والو طالبانو محاصره کړي دي.

جګړه تر ډېره حده د ښار پر لوېدیځ متمرکزه ده، خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې له څو خواوو یې پر ښار حمله کړې ده.

پر فراه ښار له تېرې شپې راهیسې شدید جنګ روان دی.

فرانس پرس وايي، د فراه ښاریان د چاودنو او جګړې له امله وحشت ځپلي او درنه جګړه روانه ده.