نیویارک ټایمز: تېره اوونۍ له ۱۰۰ زیات سرتېري او پولیس وژل شوي

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په جلال‎اباد کې د یکشنبې د ورځې حملې ته په پام سره په افغانستان کې په شخړو کې افغان امنیتي ځواکونو ته د تلفاتو د زیاتوالي پر مسئلې یوه لیکنه خپره کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي:

وسله‎والو طالبانو د پسرلنیو تهاجمي عملیاتو په ترڅ کې تېره اوونۍ په ټول افغانستان کې د حملو په نتیجه کې له ۱۰۰ زیات سرتېري او پولیس وژلي دي.

ورځپاڼې دا خبره د چارواکو له قوله کړې او ویلي یې دي چې یوازې په جلال‎اباد کې د مستوفیت پر ودانۍ په وروستۍ حمله کې د سرتېرو په ګډون د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲ تنه ښودل شوی.

که څه هم د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د دې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

نیویارک ټایمز په هلمند کې د یکشنبې په ورځ د ملي اردو د یوې هلیکوپټرې د راغورځېدو د پېښې چې طالبانو یې د رانسکورولو ادعا کړې او په زابل کې تېره اوونۍ په سختو نښتو کې د ۷۰ پولیسو د وژل کېدو په ګډون په فراه او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګړو او نښتو یادونه کړې او لیکي:

دا د طالبانو له‎خوا د پسرلنیو عملیاتو د تېزېدو څرګندونه کوي، د هغو طالبانو چې د اپرېل په ۲۵مه د خندق په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو په اعلان سره‌یې د حکومت د سولې وړاندیز ته «نه» وویل.

د نیویارک ټایمز په لیکنه، د افغانستان او د امریکا حکومتونو تېر کال وروسته له هغې چې وړم کال افغان امنیتي ځواکونو ته د تلفاتو شمېر لوړې کچې یعنې ۶۷۰۰ تنو ته ورسېد، د دغو ځواکونو د تلفاتو مسئله محرم کړه، په دې معنی چې نور په‎دې اړه رسمي شمېرې نه‌خپروي.

  • ایرو اېشیا ریویو

ایرو اېشیا ریویو خپرونې په افغانستان کې د سېلابونو خطرونو او وراني ته پام اړولی او لیکي، د کونړ اوسېدونکي چې کلونه کلونه سېلابونو ورته زیان اړولی له حکومته غواړي چې په کونړ سیند کې د اوبو د راپورته کېدو په وړاندې اقدامات وکړي.

کونړ سیند اوس په یوه خونړي سیند بدل شوی.

د کونړ یو شمېر اوسېدونکو د ایرو اېشیا ریویو خبریال ته ویلي چې د زیاتو ورښتونو او د هندوکش په غرونو کې د واورو د ویلي کېدو له امله د کونړ په سیند کې اوبه راپورته شوي او هره ورځ خلکو ته زیان اړوي.

د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکي فضل محمد ویلي چې ده ته اوس یوه ټوټه کرنیزه ځمکه پاتې ده، ځکه ډېره کرنیزه ځمکه‌یې پرله‎پسې سېلابونو وړې.

دی وایي، اوس په ډېره سختۍ د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابروي.

عبدالله چې په څوکۍ ولسوالۍ کې د کونړ سیند په خوا کې یو رسټورانټ لري وایي، چارواکي باید مسؤل وګڼل شي، ځکه تر اوسه‌یې د دغې ستونزې د هواري لپاره هېڅ اقدام نه‎دی کړی.

هغه ایرو اېشیا ریویو خپرونې ته ویلي چې د کونړ سیند تر اوسه لسګونه کلي او سلګونه هکتاره ځمکه ویجاړ کړي او دغه سیند اوس په یوه خونړي سیند بدل شوی.

عبدالله وایي، هره اوونۍ یو مړی له اوبو راباسي او زیاتوي په سیمه کې د مناسبو پلونو د نشتوالي له امله خلک نورو سیمو ته د تلو لپاره پر سیند ورګډېږي، یا په سیند کې ماهیان نیسي او یا هم د خپلو ځمکو د خوندي کولو لپاره د سیند په‎خوا کې استنادي دېوالونه جوړوي چې د دغه سیند قرباني کېږي.

ایرو اېشیا ریویو خپرونې په افغانستان کې د اوبو د مهارولو په اړه د افغان ولسمشر هغه څرګندونې هم را اخیستي چې د ۲۰۱۳ میلادي کال د ولسمشرۍ لپاره د خپل کمپاین په ترڅ کې یې د کونړ سیند په اړه هم له خلکو سره ژمنه کړې وه چې پر دې سیند به د برښنا د تولید بند جوړوي چې له تولید شوې برښنا به‌یې نه‌یوازې ختیځ ولایتونه، بلکې د افغانستان نورې برخې ګټه پورته کوي، خو د خپرونې په وینا لیدل کېږي چې هغه په‎دې ژمنه کې پاتې راغلی.