افغانستان او پاکستان به د سولې لپاره د عمل پر ګډ پلان وغږېږي

په پام کې ده د افغانستان او پاکستان چارواکي د سولې او پيوستون لپاره د دواړو هېوادونو د عمل پر ګډ پلان خبرې وکړي.

دا د دواړو هېوادونو د خبرو څلورم پړاو دى چې په اسلام‎اباد کې به ترسره شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني ازادي راډيو ته وويل، د دغه وزارت د سياسي معين حکمت خليل کرزي په مشرۍ يو هيئت اسلام‌اباد ته رسېدلى دى.

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"د افغانستان د اسلامي جمهوريت يو هيئت چې په ترکيب کې يې لوړ رتبه ملکي او پوځي چارواکي شامل دي، د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين حکمت خليل کرزي په مشرۍ له پاکستاني سيالانو سره د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان او پاکستان پر ګډ پلان د څلورم پړاو خبرو لپاره اسلام‎اباد ته سفر کړى دى."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي په کابل کې په کب يا حوت مياشت کې موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو مقامات به د افغانستان او پاکستان د عمل ګډ پلان سند نهايي کوي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر هم په‎دې وروستيو کې پر دې مسئله په روسيه کې د يوه کنفرانس پر مهال له خپل پاکستاني سيال ناصر جنجوعه سره خبرې کړې دي.