پشتین: د پاکستان حکومتي ادارې په وژنو او سړي تښتونو کې لوی لاس لري

منظور پشتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین د پاکستان حکومتي ادارې تورنې کړې چې د ده په خبره په وژنو او سړي تښتونو کې لوی لاس لري.

هغه دا خبرې پرون شپه ناوخته د کراچۍ ښار په سهراب ګوټ سیمه کې د لسګونه زرو خلکو یوې غونډې ته وکړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ ټول شوي وو.

نوموړی وايي:

"څومره ناقانونه وژنې چې په کراچۍ کې شوي ساری نه‎لري. هغه ډلې چې د خلکو په عامه وژنه کې لاس لري تر ټولو سرلاري یې د دې ځای حکومتي ادارې دي. موږ به د پاکستان د قانون په مطابق هر یو ظالم عدالت ته راکاږو."

د پاکستان حکومت په هر ډول وژنو او تښتونو کې لاس لرل رد کړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ دا دعاوې یې بې‌اساسه بللې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین چې له اسلام‎اباده تر کراچۍ په موټر کې د ۴۰ ساعتونو مزل کړی و په داسې حال کې د پاکستان په حکومت تورونه ولګول چې وار دمخه د حکومت او پوځیانو پر ضد له هر ډول خبرو منع کړای شوی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په جنورۍ میاشت کې په کراچۍ کې د پولیس راو انور په لاس د یوه وزیرستاني ځوان نقیب‎الله محسود تر وژنې وروسته جوړ او د پښتنو د حقونو غږ یې پورته کړ.