بوسټون ګلوب: د ټرمپ اداره د افغانستان د جګړې په اړه مهم معلومات پټوي

  • بوسټون ګلوب

بوسټون ګلوب ورځپاڼې د افغان ځواکونو په شمېر کې د کموالي د راتلو په اړه وروستيو راپورونو ته کتنه کړې او لیکي:

د افغانستان پر جګړې د ۱۷ کلونو اوښتل کافي نه‎و چې د ولسمشر ټرمپ اداره اوس د افغان ځواکونو د شمېر د کمېدو په ګډون د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د معلوماتو د پټولو هڅه کوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت سرمفتش، په‎دې وروستیو کې په خپل راپور کې وویل چې د افغان ملي، دفاعي ځواکونو په شمېر کې په ۱۰۰ کې ۱۱ کموالی راغلی او برعکس د وسله‎والو مخالفینو تر ولکې لاندې سیمې پراخې شوې دي.

بوسټون ګلوب لیکي:

له‎دې سره دا پوښتنه رابرسېره کېږي چې ایا پنټاګون خو به دا نه‌پټوي چې په افغانستان کې یې ستراتېژۍ په ناسمه لاره تللې ده.

ورځپاڼه د کانګرس د استازو په جرګه کې د څارنې او اصلاحاتو د کمېټې د غړي سټیفن لینچ «Stephen Lynch» له قوله لیکي چې وايي، د افغان ځواکونو د شمېر په اړه دقیق جزئیات د امریکا د پوځي مأموریت د بریا لپاره خورا زیات اهمیت لري.

بوسټون ګلوب د مطلب په دوام لیکي چې پنټاګون د افغان ځواکونو د شمېر د کموالي له مسئلې پرته ځیني نور حقایق هم پټوي او له‎دې سره حتی د عامو امریکایانو لپاره په‎دې پوهېدل هم ګرانېږي چې په افغانستان کې دقیقا په کوم شمېر امریکايي پوځيان دېره دي.

  • برېکېنګ ډېفېنس انلاین

برېکېنګ ډېفېنس انلاین خپرونې هم دا موضوع څېړلې او په‎دې اړه خپل مطلب‌یې سنا ته په وینا کې د دفاع د وزیر جېمز مټېس په‎دې وینا پیل کړی چې وايي هو، د افغان ځواکونو په شمېر کې کموالی راغلی او په افغانستان کې جګړې هم زیاتې شوې دي، خو همدا کم ځواک ښه روزل شوی دی، ښې مشورې ورکول کېږي او د وسله‎والو طالبانو پر ضد ښه عملیات ترسره کوي.

مټېس ویلي چې اوس ګډ ځواکونه وسله‎والو ډلو ته کمینونه نیسي او د پوځي عملیاتو پیل دوی کوي او دا په‎دې معنی ده چې ابتکار د دوی په لاس کې دی، خو خپرونه د مټېس وینا ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې بریالی یرغل تر دفاعي حالته سخت کار دی او لا زیاتې روزنې، مهارت او لوړ مورال ته اړتیا لري.

خپرونه لیکي:

په کم شمېر ځانګړي افغان ځواکونه چې امریکايي سلاکاران ورسره وي، ډېر اغېزمن ثابتېدای شي، په‎داسې حال کې چې د معمولو ځواکونو قطعو، که څه هم له افغانستانه د اکثراً نړیوالو ځواکونو د وتلو تر وخته امریکايي سلاکاران ورسره وو، اغېزمنه نتیجه ورنه‎کړه.

برېکېنګ ډېفېنس په پای کې لیکي چې که څه هم د سنا په استماعیه غونډه کې دا خبره رابرسېره نه‎شوه، خو پنټاګون یادونه کوي چې افغان ملي دفاعي ځواکونو ته اوس د پخوا په پرتله ښه وسایل او امکانات ورکول کېږي.