د هلمند ځوانانو د سولې په هدف د کابل په لور په پښو حرکت وکړ

د هلمند ولایت یو شمېر ځوانانو له اوونیو راهیسې په لښکرګاه کې د سولې په‎پار خیمه وهلې وه او د حکومت او طالبانو نه‎يې د سولې د خبرو د پیل غوښتنه کوله.

تېره اوونۍ د هلمند د ولسي حرکت غړو د یوې غونډې پر مهال یو ځل بیا د جنګ له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د روژې په میاشت کې اوربند وکړي او د یوه ګډ حکومت د جوړولو پرېکړه وکړي.

حکومت که څه هم د سولې له‎پاره د دوی د حرکت ملاتړ کړی دی، خو طالبانو تر اوسه پورې دوی ته ځواب نه‎دی ویلی.

په‎دې اړه نور حال د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په‎دې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور