منظور پشتین لا هم کراچۍ ته نه دی رسېدلی او پرلاره دی

د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین ددې غورځنګ د پلویانو په لویه غونډه کې د ګډون لپاره لاهم کراچۍ ته نه دی رسېدلی او پر لاره دی.

د پشتین یوه نېږدې همکار بلال محسود شېبه مخکې ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني چارواکو په ټوله لاره کې د دوی په وړاندې خنډونه جوړ کړي، خو پشتین او ملګري یې لاهم هیله من دي چې غونډې ته به ورسېږي.

چارواکو پشتین ته چې د پلازمېنې اسلام اباد او لاهور د هوايي ډګرونو له لارې یې کراچۍ ته د تلو هڅه وکړه، اجازه ورنکړه او ځکه دی او ملګرو یې پرېکړه وکړه چې د ځمکې له لارې ځان دې مهمې غونډې ته ورسوي او دا دی ۲۸ ساعته تېرېږي چې دوی پر لاره دي.

بلال محسود د ازادي راډيو له خبریال احمدتکل سره په مرکه کې وویل چې په هرو لسو، پنځلسو کیلومترو کې یې امنیتي مامورین دروي او یو- دوه ساعته یې ځنډوي. پاکستاني چارواکو د دې غورځنګ یوشمېر فعالان هم نیولي، خو د کراچۍ د غونډې ګډونوالو ویلي چې ترڅو پورې چې پشتین رارسېدلی نه وي، تر پنځو ورځو پورې هم هلته کېني او اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له بلال محسود سره مرکه