عراقيان د پارلماني انتخاباتو نهايي نتيجو ته په تمه دي

په عراق کې خلک د پارلماني ټاکنو رسمي نتايجو ته سترګې په لار دي.

دغه عمومي انتخابات د شنبې په ورځ پيل شوي وو، چې د هغې ورځې په ماښام پاى ته رسېدل.

خو ويل کېږي د نوي صدراعظم د ټاکلو پر سر به خبرې زيات وخت ونيسي.

د راپورونو له مخې په عراق کې د پارلماني انتخاباتو نتيجې د دوشنبې په ورځ اعلانېږي.

په ټول عراق کې د عمومي انتخاباتو لپاره د رايې ورکولو مرکزونه د شنبې د سهار پر اوو پرانيستل شول او انتخابات په ارامه فضا کې د هويت له برېښنايي کارډونو په استفاده ترسره شول.

خو د عراق په کرکوک کې سياسي کړکېچ په پارلماني انتخاباتو کې د دغه ولايت د اوسېدونکو پر ګډون اغېز کړى و.

د کرکوک والي غوښتنه کړې چې د الکټرونيکي کارډونو په مرسته کارول شوې رايې دې په مانول ډول يا په لاس هم وشمېرل شي.

د کرکوک والي په دغه ولايت کې د مېشتو کردانو، عربانو او ترکمنانو ترمنځ د کړکېچ د مخنيوي لپاره د شنبې په ماښام د خلکو پر ګرځېدو راګرځېدو بنديز اعلان کړ.

راپورونه وايي د کردانو دوې وسله والې ډلې په سليمانيه ښار کې په جګړه واوښتې او په دغو انتخاباتو کې د درغليو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د عراق د انتخاباتو کمېسيون د يکشنبې په ورځ وويل، د تېرو ټاکنو په نسبت په دغو ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه کمه وه.

په هغو ټاکنو کې د ټاکنو پر شرايطو برابرو شا و خوا ٦٦ فيصده کسانو برخه اخيستې وه، خو په دې تازه ټاکنو کې دغه اندازه ٤٤ اعشاريه۵ فيصدو ته رسېده.

د عراق د انتخاباتو کمېسيون يوه چارواکي د يکشنبې په ورځ وويل، د صدراعظم حيدر العبادي په رهبرۍ د نصر العراق په نوم نوي تشکيل شوي ائتلاف په دغو ټاکنو کې زياتې څوکۍ ګټلي او د مقتدا الصدر په رهبرۍ د شيعه ګانو ايتلاف ثور الاصلاح په دويم مقام کې راغلى دى.

عراق شا و خوا ٣٨ مليونه نفوس لري، چې په ټاکنو کې څه باندې ٢٢ اعشاريه۵ میليونه کسانو کولاى شواى خپلې رايې وکاروي.

په عراق کې د شنبې په ورځ د پارلمان د ولسي جرګې د ٣٢٩ څوکيو لپاره لږ تر لږه ٧زره کانديدان رقابت ته ولاړ وو.

په دوى کې څه باندې ٢٠٠٠ يې ښځينه کانديدانې وې.

دا ټاکنې په داسې حال کې کېږي چې د عراق حکومت ٦ مياشتې مخکې د اسلامي دولت ډلې يا داعش په وړاندې د بريا اعلان وکړ.