عامو افغانانو ته په کابل کې د برښنایي تذکرو ۴ مرکزونه پرانیستل کېږي

د نفوسو د ثبت د ادارې چارواکي وایي چې په کابل کې د عامو افغانانو لپاره د برښنایي تذکرو د وېش د لومړني مرکز په پرانیستل کېدو سربېره څلور نور مرکزونه به هم په دې ښار کې پرانیستل شي او وروسته به دغه لړۍ نورو ولایتونو ته وغځول شي.

په کابل کې دغه لومړنی مرکز د شنبې په ورځ په کارته چهار سیمه کې پرانیستل شو.
د برښنایي تذکرو د وېش بهیر شااوخوا دوه اوونۍ مخکې په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني له لورې پیل شو او ولسمشر، لومړۍ مېرمن، د ولسمشر مرستیال او یو شمېر نورو چارواکو برښنایي تذکرې واخیستې، خو عام ولس لا هم دغو تذکرو ته انتظار باسي.

که څه هم اجرائیه رئیس په همدې ورځ د برښنايي تذکرو له ویش سره مخالفت څرګند کړ، خو د وګړو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، دغه بهیر خپل ټول قانوني پړاونه بشپړ کړي او د چا غیر قانوني غوښتنې نه‎شي درولی.

د نفوس د ثبت د ادارې ویندوی روح الله احمدزي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې شپږ میاشتې به د دغو تذکرو د وېش بهیر په کابل کې مخ ته یوسي او وروسته به یې د نورو ولایتونو مرکزونو او ورپسې ولسوالیو ته وغځوي.
احمدزي همداراز وویل چې ټولو افغانانو ته به له ۳ تر ۵ کلونو پورې برښنایي تذکرې ورکړای شي.