نن به د عراق د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شي

عراقیانو د شنبې په ورځ د دې هېواد په عمومي انتخاباتو کې رأی ورکړې. ټاکل شوې نن یکشنې د دې انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شي.

دا له هغې را وروسته چې تېرکال بغداد د اسلامي دولت پر وسله‌والې ډلې د بریالیتوب اعلان وکړ او د عراق پراخې سیمې یې د دې سخت دریځې ډلې له واکه وویستې، لومړني انتخابات دي چې په عراق کې ترسره شول.

د عراق له بېلابیلو برخو په خبري راپورونو کې ویل شوي چې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون کمرنګه وو او د رأیو ورکولو مرکزونه ماښام وختي وتړل شول.

د داعش له ولکې څخه په ازاد شوي ولایت موصل کې یو رأی ورکوونکي رفیع اسمعیل دا انتخابات د یوه نوي فصل پیل وباله.

هغه زیاته کړه:

"موږ دا ځل بدلون غواړو. غواړو ټولنه مو پرمختګ وکړي، کاري فرصتونو ته اړتیا لرو او همدارنګه د څېرو بدلون ته."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو پرون شنبې په یو بیان کې عرقیانو ته مبارکي ویلې.

نوموړي زیاته کړه:

مایک پومپئو

"د عراق په ټولو ۱۸ ولایتونو کې د کورنیو بې‌ځایه شوېو کډوالو په ګډون د هر قوم او مذهب وکړو، خپل غږ واوروه."

د نظرپوښتنو پر بنسټ د عراق صدراعظم حیدرالعبادي په‌دې انتخاباتو کې مخکښ دی.

موږ دا ځل بدلون غواړو. غواړو ټولنه مو پرمختګ وکړي.

عبادي هڅه کړې چې په‌دې هېواد کې د واشنګټن او تهران د نفوذ ترمنځ توازن وساتي.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي

نوموړي که څه هم په عراق کې د داعش د ماتې له کبله ستایل کېږي، خو په‌دې هېواد کې ورته د یو اغېز لرونکي مشر په سترګه نه کتل کېږي.

پر نوموړي انتقاد کېږي چې د عراق اقتصادي وضعیت یې بهتره نه‌کړی شو.

د عبادي دوه مهم سیالان یو د عراق پخوانی صدراعظم نوري المالکي دی او بل هم شیعه قوماندان هادي امیري دی چې د ایران ملاتړ ورسره دی.

د رسمي شمېرو له مخې په عراق کې ۲۲ نیم میلیونه وګړي د رأی ورکولو په شرایطو برابر دي.