په عراق کې نن پارلماني انتخابات روان دي

په عراق کې نن پارلماني انتخابات روان دي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي چې په خپله شیعه دی هڅه کوي چې په خپل هېواد کې د واشنګتن او تهران د نفوذ یو توازن رامنځته کړي.

تر انتخاباتو مخکې د ترسره شویو سروې ګانو له مخې د العبادي ګوند« اتحاد» مخکې دی.

د العبادي نېږدې سیالان په دې انتخاباتو کې نوري المالکي او د شیعه ملېشه و مشر هادي الامیري دی چې دواړه تهران ته تر البعادي نېږدې دي.

وروسته تر دې چې تېر کال عراق د داعش افراطي ډلې پرضد د بریالیتوب اعلان وکړ دا لومړي انتخابات دي چې په دې هېواد کې ترسره کېږي.