چارواکي: په فراه کې طالبانو او افغان پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فراه ولايت په څلورو ساحو کې تېره شپه جګړه شوې چې هم وسله والو طالبانو او هم افغان پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند وايي چې په دغو جګړو کې د وسله والو طالبانو د وژل شويو او ټپي شويو شمېر شااوخوا ٣٠ ته رسېږي.

د فراه د والي وياند ناصر مهري نن جمعه غرمه ازادي راډيو ته وویل، دغه جګړې هم مهاله پيل شوې وې چې نېږدې پنځه ساعته يې دوام وکړ او د جګړې سيمو ته تازه دمه ځواکونه هم رسېدلي دي.

نوموړي وویل:

"په فراه رود، لاش جون، پشت رود ولسواليو او د بالابلوک ولسوالۍ په شيون کلي کې مخالفانو جګړه پيل کړه، دواړو لوريو ته تلفات اوښتي، د مخالفانو نېږدې ٣٠ کسانو ته تلفات اوښتي چې ماته يې خوړلې، په فراه رود کې زموږ د امنيتي ځواکونو ٨، په لاشجون کې٢، په شيون کې مو ٢ او په پشت رود کې مو ٣ پوځيان شهيدان شوي دي."

ناصر مهري وايي، په دغو جګړو کې پنځه افغان پوځيان ټپيان شوي هم دي.

د دولت کومې مخالفې ډلې تر اوسه په فراه کې د شوې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.