د پېښور په یوه هوټل کې چاودنې ۵ کسان ووژل

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې چارواکي وايي چې د دې ښار په جي ټي روډ په یوه شخصي هوټل کې چاودنه شوې او ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پېښور ښار امنیتي او د ۱۱۲۲ ژغورنې ادارې چارواکو رسنیو ته ویلي، د جمعې په شپه ناوخته د پېښور ګلبهار سیمې ته څېرمه په بلال ټاون نومي سیمه کې یوه چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۵ کسان یې وژلي او ۳ نور یې ټپیان کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په چاودنه کې وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي.

چارواکي وايي چې د پېښې ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته وړي، خو تر دې دمه یې لا د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه دي ویلي.