کابل او اسلام اباد په دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو غږېدلي

کابل او اسلام اباد موافقه کړې چې خپلمنځي تجارتي اړیکو د ښه کولو لپاره به هڅې وکړي او په دې لار کې به شته ستونزې او ننګونې له منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیالې وزیرې کاملې صدیقي په مشرۍ یو جګپوړی افغان پلاوی له پاکستاني چارواکو سره پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی و او د دې هېواد د سوداګرۍ له وزیر او نورو چارواکو سره یې په دې اړه خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال اسلام اباد ته د افغان پلاوي د سفر په اړه په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې افغان پلاوي د پاکستان د سوداګرۍ له وزیر پروېز ملک سره په لیدنه کې د سوداګرو پر مخ د پرتو خنډونو او ستونزو په لېرې کولو موافقه کړې او په دې لړ کې یې ځینې پریکړې لاسلیک کړې.

حضرت عمر زاخېلوال

ښاغلي زاخېلوال په دې اړه لیکلي:

"نن د افغانستان د سوداګرۍ، مالیې او زراعت مرستیالانو او د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مشرتابه پلاوي د پاکستان لوري سره پر دوه اړخیزو سوداګرۍ او ټرانزیټ د تېرو درې ورځو خبرو په پایله کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ښاغلي پروېز ملک او زما په حضور کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونو د مرستیالانو له لورې ځینې پرېکړې لاسلیک شوې چې له پاکستان سره به د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې ډېرې شته ستونې هوارې کړي، په افغانستان کې د ترکاریو او مېوو د موسم پیل ددې پرېکړو ارزښت لا زیاتوي"

له بلې خوا بیا د پاکستان د سوداګرۍ وزارت دې هېواد ته د افغان پلاوي د سفر په اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو خواوو په دغو لیدنو کې د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا او په دې لار کې یې د موجودو ننګونو د له منځه وړلو هیله ښودلې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیالې په مشرۍ دغه جګپوړی افغان پلاوی په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې یو څه کړکېچنې وې چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه هم د پخوا په پرتله ډېره ټیټه شوې ده.

پاکستان ته د افغان پلاوي تر سفر مخکې د پاکستان صدراعظم د تېرې میاشتې په لومړیو کې کابل ته سفر کړی و او له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره یې په لیدنو کې په یو لړ نورو مسايلو سربېره، پر سوداګریزو اړیکو هم خبرې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې د تېرو کلونو په پرتله په اوسني وخت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کموالي لامل، د سوداګرۍ په اړه د پاکستاني حکومت سخته تګلاره، د کابل- اسلام اباد سیاسي ستونزې او په بېلابېلو وختونو کې په دوامداره شکل د تورخم دروازې بندېدل په ګوته شوي دي.