ملګري ملتونه: د نوم لیکنې پر مرکزونو حمله، پر ډموکراسۍ حمله ده

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو حمله، پر ډموکراسۍ حمله ده.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما په یوه بیان کې چې پرون پنجشنبه خپور شو، ویلي چې د نوم لیکنې د بهیر له پیله یې د انتخاباتو اړوند ۲۳ حملې او امنیتي پېښې ثبت کړې دي.

یوناما وايي، په دې حملو کې ۲۷۱ ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.

په بیان کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو له قوله راغلي چې نوموړی وايي، ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې سره په ګډه د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ملاتړ ته ژمن دي.

یاماماتو په عین حال کې پر وسله والو طالبانو غږ کړی چې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي او په انتخاباتو کې برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون د یوې بلې میاشتې لپاره د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر وخت تمدید کړ.

د نوم لیکنې بهیر د وري د میاشتې په ۲۵ مه په کابل او د ولایاتو په مرکزونو کې پیل شو.