رادمنش: امنیتي ځواکونه د بغلان تاله‎وبرفک ته له دوو خواوو رسېدلي

محمد رادمنش

د افغانستان امنیتي ځواکونه د بغلان تاله‎وبرفک ولسوالۍ ته له دوو خواوو رسېدلي دي.

د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش تېره شپه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ د شمال او جنوب له لوري د تاله‎وبرفک جغرافیې ته داخل شوي یوو. ډېر ژر به هغو دښمنانو ته چې د ولسوالۍ لپاره ګواښ دی، غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو او بېرته به د ولسوالۍ فعالیتونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د قانون له مخې هلته پیل شي."

د بغلان سیمه‎ییزو چارواکو ازادي راډیو ته مخکې ویلي وو چې د سې شنبې په ورځ طالبانو د تاله‎وبرفک ولسوالۍ ونیوله، خو دفاع وزارت دا خبره نه‌تأییدوله.