سروې: بې‌ځایه شوي او راستانه شوي کسان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي

د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا «ای. او. اېم» په خپله تازه سروې کې ویلي چې دا مهال په افغانستان کې شااوخوا درې نیم میلیونه کسان بې‌ځایه شوي دي.

په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو په اړه د کډوالۍ د نړیوالې ادارې په درېیمه ارزیابۍ کې ویل شوي چې دا بې‌ځایه شوي او هغه چې له بهره راستانه شوي دي په ۱۵ ولایتونو کې دي.

د دې ادارې په وینا دا ولایتونه کابل، بغلان، تخار، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار، ننګرهار، لغمان، لوګر، نیمروز، فراه، هرات، کونړ او کندز دي.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې په خپله سروې کې ویلي دي چې زیاتره بې‎ځایه شوي او راستانه شوي کسان په فقر او بدو شرایطو کې ژوند کوي.