د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د پېښې په اړه د واشنګټن پوسټ تبصره

  • واشنګټن پوسټ

امریکایۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د ملګرو ملتونو د هغه راپور په اړه مقاله خپره کړې ده چې د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د پېښې په اړه‌یې خپور کړی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا تېره میاشت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۳۰ ماشومان وژل شوي دي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د حکومت د دې ادعاوو په اړه چې پوځي هلیکوپټرو په دشت ارچي کې پر طالبانو ډزې کړې دي، قطعي قضاوت نه‎شي کولای.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د دې برید په اړه چې د اپرېل په دوهمه ترسره شو، د حکومت څېړنې وخت ته اړتیا لري او لا بشپړې شوې نه‎دي.

په‎دې ترڅ کې د بشري حقونو د څار ډلې په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې پر ملکیانو د یاغیانو بریدونه زیات شوي دي.

په‎دې راپور کې راغلي دي چې د قربانیانو خپل خپلوان مالي مرستو، روغتیایي اسانتیاوو او ټولنیزو رواني مرستو ته اړتیا لري.

د لوېدیځ دوو نورو چاپي خپرونو بیا د افغانستان د سپورټ دوو مهمو برخو ته کتلي دي، فوټبال او کرکټ ته.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د ښځو د فوټبال ټیم د کپټانې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

په ګڼو هېوادونو کې چې کله ښځې فوټبال کوي، نو باید له منفي چلندونو سره مبارزه وکړي.

ګارډین څرګندوي، که څه هم په افغانستان کې طالبان نور په واک کې نه‎دي، خو له دوی پاتې فکر لا هم په دغه جګړه ځپلي هېواد کې ژورې ریښې لري.

په ورځپاڼه کې وړاندې راغلي چې د ښځو فوټبال په افغانستان کې د مرګ او ژوند خبره ده.

د افغانستان د ملي ټیم کپټانه شبنم مبارز درې کاله مخکې له خپلې کورنۍ سره ډنمارک ته مهاجره شوه.

د ورځپاڼې په وینا دا دوه میاشتې مخکې افغانستان ته تللې وه.

شبنم مبارز وایي، په افغانستان کې د ښځینه لوبغاړو لپاره ژوند خورا سخت دی.

د ورځپاڼې په باور ۲۲ کلنه مبارز کولای شي چې د ډنمارک لپاره ولوبېږي، خو دا وایي، زه غواړم چې د خپل هېواد د زړورو نجونو لپاره سختې هڅې وکړم.

  • د انګلستان د کرکټر خپرونه

د لوبو له ډګره د انګلستان د کرکټر خپرونې بیا د افغانستان او هند ترمنځ د کرکټ د پنځه ورځنۍ لوبې په اړه لیکلي دي چې د افغانستان د تاریخ په لومړي ټېسټ مېچ کې به د هند کپټان لوبه ونه‎کړي، ځکه چې ویرات کوهلي په جون میاشت کې د انګلستان له «سري» کرکټ ټیم سره د لوبو تړون کړی دی.

نو اجینکیا راهاني به په بنګلور کې د هند د ټیم د دې پنځه ورځنۍ لوبې کپټان وي.