روسیه او ایران د ټرمپ نننۍ کېدونکې پرېکړې ته اندېښنه لري

روسیې او ایران د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرهغې پرېکړې چې ټاکل شوې نن سې شنبه د ورځې په وروستیو کې یې له ایران سره د اټمي تړون په اړه اعلان کړي، ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.

کرملین نن سې شنبه خبرداری ورکړ چې که ټرمپ متحده ایالات د نړۍ له پیاوړو شپږو قدرتونو سره د ایران له اټمي تړونه وباسي، ډېر یو خطرناکه وضعیت به رامنځته شي.

په عین حال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني نن دا ومنله چې که ټرمپ اعلان کړي چې پر ایران بندیزونه لګوي، هېواد یې ښایي له یو لړ ستونزو سره مخامخ شي.

روحاني دغه راز وویل چې ایران غواړي، له نړۍ سره اغېزمن کار او ګټورې همکارۍ ته دوام ورکړي.

داسې ښکاري چې د روحاني دغه څرګندونې اروپایي هېوادونو ته چې د ۲۰۱۵ کال د تاریخي تړون تر لاسلیک کېدو وروسته یې له ایران سره د سوداګرۍ مهمې معاملې کړې دي، متوجه وې.

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ نن د افغانستان په وخت په ۱۰ نیمو بجو په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

د ټرمپ تر پرېکړې مخکې د ایران د پارلمان رئیس علي لاریجاني ویلي چې که متحده ایالات له اټمي تړونه ووځي، دا به د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه یې ترشا د ایران ملت لا یو موټی کړي.

د ټرمپ تر پرېکړې مخکې په نړۍ کې د تېلو بیې له ۲۰۱۴ کال وروسته تر ټولو لوړې کچې ته ختلې دي.

پانګوال اندېښمن دي چې ښایي ټرمپ پرایران چې د نړۍ د تېلو یو ستر تولیدوونکی دی، بیا بندیزونه ولګوي.