ولسمشر غني د وژل شویو خبریالانو له کورنیو سره وکتل

د افغانستان ولسمشر د رسنیو د هغو کارکوونکو له کورنیو سره ولیدل چې تېره اوونۍ په کابل، کندهار او خوست کې ووژل شول.

محمد اشرف غني تېر مازیګر په ارګ کې د وژل شویو خبریالانو کورنیو ته د وروستیو پېښو د څېړنو او عاملینو ته د سزا ورکولو ژمنه وکړه.

نوموړي د خبریالانو له فدراسیون نه وغوښتل چې د خبریالانو د ملاتړ صندوق ژر فعال کړي، څو له‎دې لارې وکولای شي د قربانیانو د کورنیو مؤثر ملاتړ وکړي.

تېره دوشنبه په کابل کې د دوو پرله‎پسې ځانمرګو بریدونو په نتیجه کې نهه تنه خبریالان په کابل کې ووژل شول او یو شمېر ټپیان شول.

په وژل شویو کې د ازادي راډیو دوه خبریالان او یوه همکاره هم شامله وه.