ټرمپ به د ایران د اټمي تړون په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر وایي، نن سې شنبه به د ایران د اټمي تړون په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

ډونالد ټرمپ تېر ماښام ناوخته په خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې دا پرېکړه به نن د واشنګټن په وخت د ماسپښین دوه بجې، له سپینې ماڼۍ څخه ټولو ته اعلان کړي.

ټرمپ له ایران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو د ۲۰۱۵ میلادي کال تړون ناقص بللی او خبرداری یې ورکړی و چې که په‎دې تړون کې اصلاحات رانه‎شي، د مې پر ۱۲مه یعنې څلور ورځې وروسته به له دغه تړونه ووځي.

په همدې حال کې د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران له خپل بریتانیایي ساري سره همغږي شول چې غواړي د امریکا متحده ایالاتو پر ولسمشر فشار راوړي چې د ایران له اټمي موافقې ونه‎وځي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس «Heiko Mass» د دوشنبې په ورځ په برلین کې له خپل فرانسوي سیال سره یوې خبري غونډې ته وویل:

"موږ باور لرو چې دا توافق به نړۍ خوندي کړي."

بل‎خوا د ایران ولسمشر حسن روحاني تېره ورځ ویلي چې امریکا به له‎دې تړونه له وتلو څخه پښېمانه شي.