بریتانیا او جرمني: هڅه کوو ټرمپ د ایران له موافقې نه‌وتو ته قانع کړو

بریتانوي او جرمني لوړ رتبه چارواکي هڅې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ قانع کړي څو له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ونه‌وځي.

په واشنګټن کې د بریتانيا سفیر کېم ډاروچ "Kim Darroch" پرون یکشنبه وویل، هېواد يې په‎دې باور دی چې لا هم ممکنه ده چې د ایران د اټمي موافقې په اړه د ولسمشر ټرمپ اندېښنې وڅېړل شي، څو متحده ایالات د دې موافقې برخه پاتې شي.

له ایران سره د نړیوالو قدرتونو د ۲۰۱۵ میلادي کال د موافقې له مخې چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال شوې، د ایران د اټمي فعالیتونو د بندېدو په مقابل کې پر دې هېواد لګېدلي بندیزونه کمېږي.

خو د امریکا جمهور رئیس ویلي دي، له‎دې موافقې خوښ نه‎دی او ایران تورنوي چې په منځني ختیځ کې د وسله‎والو ډلو په ملاتړ او د بالیستیک توغندیو د پروګرام په دوام سره د دې موافقې له روحيې سرغړونه کوي.

ولسمشر ټرمپ خپلو اروپايي متحدانو ته د روانې مې میاشت تر ۱۲مې نېټې پورې وخت ټاکلی چې د ایران په اټمي موافقه کې هغه څه اصلاح کړي چې دی یې خرابې خطاګانې بولي.