ولسمشر غني: د قانون حاکمیت باید لومړی پر دولتي چارواکو تطبیق شي

ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کوي چې د قانون حاکمیت باید لومړی په دولتي چارواکو تطبیق شي.

په داسې حال کې چې خلک شکایت لري چې په افغانستان کې قانون یوازې په عامو وګړو تطبیقېږي، خو ولسمشر غني د دغو شکایتونو خلاف څرګندونې لري.

ښاغلي غني چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ملي کنفرانس د پای غونډې ته یې په ارګ کې خبرې کولې، ټينګار وکړ چې قانون باید پر ټولو دولتي چارواکو عملي شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني زیاته کړه:

"له ټولو مهم د قانون حاکمیت دی چې زمونږ د بقا ضامن ګرځي، د قانون حاکمیت باید لومړی له جمهور رئیسه یعنې له پورته څخه ښکته عملي شي، کله چې چارواکي له قانونه لوړ وي، هغه هېواد د قانون ځای نه دی."

ښاغلي غني څارنوالانو ته په وینا کې وویل، تاسې باید د ګټې وټې نه، بلکې د خلکو د خدمت لپاره چمتو یاست.

په همدې ډول نوموړي د عدالت د ټینګښت په خاطر د څارنوالۍ او قضا پر خپلواکۍ ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې عامو خلکو تل د اصلاحاتو په خاطر، د ملي وحدت حکومت د ژمنو له ماتېدو، ښې حکومتوالۍ او له فساد سره د مبارزې د برخې پر څرنګوالي انتقادونه کړي دي.

له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د تاوتریخوالي اندازه د وړم کال په پرتله، نېږدې ۲۲ فیصده زیاته وه او یو لامل یې هم د قانون یو شان نه تطبیق ښودلای دی.

د دې تر څنګ په ځینو ولایتونو په تېره هم په غور ولایت کې، د ښځینه څارنوالانو نشتوالی د ښځو ستونزو ته د رسېدو او د قانون د یو شان تطبیق پر وړاندې جدي خنډ بلل شوی دی.

له دې سره د افغانستان لویه څارنوالي د عدالت د ټینګښت او د قانون د تطبیق په خاطر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو په خاطر، په ۳۱ ولایتونو کې د امریتونو د فعالولو خبر ورکوي.

د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د دغه کنفرانس په پرانيستغونډه کې وویل، د دغو امریتونو لپاره ۹۳ څارنوالې ښځې استخدام شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسې سیما سمر بیا دغه کنفرانس ته وویل، په ټولو د قانون د یو شان تطبیق او د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره عامه پوهاوی اساسي رول لوبوي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

له دې سره اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د عدالت تينګښت د ټولو مسؤلیت ګڼي او وایي:

"اوس هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او بې عدالتي یوه ستونزه ده، خو د عدالت ټينګښت، د کورنۍ او هېواد سلامتیا فردي او ملي مسؤلیت دی چې په ټولو پورې اړه لري."

په داسې حال کې چې ولسمشر غني د قانون له یو شان عملي کېدو خبره کوي، خو د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان د جمهور رئیس د دغو ژمنو په عملي کېدو شکي دي.

له ډلې يې کبیر رنجبر وايي، هر کله چې پر ټولو دولتي چارواکو له توپیر پرته یو شان قانون عملي شي، له شک پرته په هېواد کې سوله او هوساینه رامنځته کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ