چارواکي: طالبانو د بدخشان کوهستان ولسوالي نیولې

۲۰۹ شاهین قل اردو وايي، د بدخشان ولایت د کوهستان ولسوالۍ د بیرته نیولو هڅې دوام لري.

د شاهین قل اردو ویاند محمد حنیف رضايي نن ازادي راډیو ته وویل چې د هوا د وضعیت په ښه کېدو سره به افغان کومانډو ځواکونه د کوهستان ولسوالۍ مرکز ته ورسېږي:

"په کوهستان ولسوالۍ کې د هوا ښه والي ته منتظر یوو، ان شا ءالله همدا چې کومانډو او ملي اردو هلته ورسېږي، ډاډه یوو چې طالبان د هغوی د مقابلې توان نه لري او کوهستان ولسوالي به بېرته ونیسو."

پخواني معلومات:

د بدخشان ولایتي شورا او امنیتي مسؤلین وايي، طالبانو د دې ولایت کوهستانات ولسوالي نیولې ده.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبد الله ناجي نظري اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې وسله والو پرون ناڅاپه پر کوهستانات برید وکړ.

په همدې حال کې په شمال کې د شاهین قل اردو ویاند محمد حنیف رضايي ویلي دي چې بدخشان ته اضافي ځواکونه استول شوي، خو د هوا د خرابوالي له امله تر اوسه د کوهستانات د بیرته نیولو عملیات نه دي پیل شوي.

د بدخشان چارواکي وايي، دا مهال د دې ولایت درې ولسوالۍ د دولت ضد وسله والو تر کنټرول لاندې دي.