عبدالله: د برښنايي پېژندپاڼو د وېش په پرېکړه کې شریک نه‌یم

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د برښنايي پېژندپاڼو د وېش په پرېکړه کې دی شریک نه‎دی.

ښاغلي عبدالله نن په کابل کې وویل د برښنايي تذکرو وېش ستونزه نه‎شي حلولی.

دی وايي:

"ستونزه نه‎شي حلولی، ستونزه زیاتوي. له همدې امله زه په‎دې پرېکړه کې زه شریک نه‎یم او نه به په‌کې شریک شم. پرته له‎دې چې ناسمې شمېرې د افغانستان خلکو ته وړاندې کړو دا پروسه ځای ته هم نه‌رسېږي."

تر دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړنۍ الکترونیکي تذکرې په اخیستلو سره رسماً په افغانستان کې د برقي تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه.

ښاغلي غني د تذکرې له اخیستلو وروسته په لنډو خبرو کې وویل چې د برقي تذکرو وېش د نظام جوړونې او متوازن پرمختګ لپاره مهم ګام دی.